امريکايي غرور د طالب په پښو کې!!

غورځنګ

په افغانستان کې د طالبانو د حاکميت دوره وه، که څه هم هېواد له پوره امن او امان برخمن ؤ، غلا نه وه، د زنا د کېدنې مجال نه ؤ، غلاګانې ورکې وې، هېواد له سرتاسري امن څخه پوره برخمن ؤ، پاټک سالاري بلکل پای شوې وه او هر چا  په پوره ډاډ سره خپل ژوند تېراوه.

خو بل لور ته بيا په نړيواله او سيمه اييزه کچه ټوله فضا او ټول سياسي حالات د امريکا او ناټو په ولکه کې وو، د امريکا له اجازې پرته ان د کوم هېواد واکمن بل هېواد ته سفر هم نشوای کولی. هر ځای د امريکا وېره او ډار ؤ او د هغه د چا خبره په ټوله نړۍ کې د امريکا له وېرې پرته مرغۍ رپ هم نه شو وهلای.

هغه وخت چې د مدرسې طالب او ملا د افغانستان پر پنځه نوي سلنه خاوره واک چلاوه. نو په نړۍ باندې امريکا خپل راج چلاوه، خو په افغانستان کې بيا بل ډول حالت ؤ، هر هغه جرم چې په اسلام کې منع شوی ؤ، د طالب په واکمنۍ کې هم منع ؤ، هغه د پخوانيو اسلامي نظامونو په څېر يو نظام حاکم ؤ، مسلمانان بېرته خپل اصلي ژوندانه ته راوګرځېدل. خو امريکا چېرته دا حالت زغملی شو؟

امریکا ته دغه حالت چې افغانان دې د خپلواک نظام څښتنان وي او د افغانانو نواميس او هر څه دې پوره او خوندي وي، د امريکا کله دغه ډول حالات د افغانانو لپاره لورېدل؟

نو په دې اساس يې په نړۍ کې د افغانستان پر سر يو مدهش حالت رامنځته کړ، دوه تجارتي لوړې ماڼۍ يې په خپله ونړولې او بيا يې په پوره سپين سترګۍ سره وويل چې دغه کار يا طالبانو کړی او يا هم چا چې کړی، له هغو خلکو سره د طالبانو لاس دی. يعنې په هر صورت يې طالبان مجرمين بلل.

امريکا طالبانو ته پوره د حقارت په سترګه کتل او په لومړي سر کې يې د يوې وړې ډلې او يوه واړه ګوند ګومان پرې وکړ نو په دې اساس يې په ملګرو ملتونو کې ټولو هېوادونو ته کرښه کش کړه او ورته وې ويل: که چېرته له سرې کرښې ها خوا شوئ! نو طالبان ياست او که دې خوا شوئ! نو په امن به ياست!.

امريکايي داړه ماران د يوه ښامار په څېر پر افغانستان د نړۍ له ټولو صليبي قوتونو سره راودانګل او په ډېره بې رحمۍ سره يې دافغانانو قتل عام پيل کړ.

په دې وخت کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو او ان ټولې نړۍ د افغانانو په خلاف دغه جنګ تائید کړ او ټول هېوادونه له امریکا سره ودرېدل.

خو د الله ج ځانته فيصلې او پرېکړې دي، الله ج نه وه غوښتې چې خپل اصيل بنده ګان کفر ته سرټيټي کړي، بلکې هسکه غاړه يې وساتل.

کله چې امريکايي قوتونه د ګاونډي ملک پاکستان له لارې زمونږ پر هېواد بمونه واورول نو ډېرو ان مسلمانانو هم طالبانو ته مشوره ورکړه چې له امريکا سره هيڅ ډول زور مه ازمايئ! بلکې ټول ورته تسليم شئ! ځکه چې امريکا د ټولې نړۍ زبرځواک دی.

خو طالبانو به يوازې همدومره ورته ويل چې موږ لره الله ج کافي دی.

هماغه وو چې تر يرغل وروسته تقريباً د اوو اتو کالو په تېرېدلو سره ايله د امريکا ماغزه ځای ته راغلل او طالبان يې وپېژندل، ايله امریکا پر خپلو پاليسيو له سره غور وکړ او وې ويل چې طالبان د ختمېدلو خلک نه دي بلکې ورځ تر بلې يې ځواک ډېرېږي.

کرار کار امريکا دې ته مجبوره شوه چې طالب په رسميت وپېژني او په قطر کې يې دفتر ورته خلاص کړ تر څو امريکا له دې لارې وکولی شي چې له طالبانو سره يوې سالمې هوکړې ته ورسېږي، خو طالبانو چې په جګړه کې امريکا ته کوم زور ښودلی ؤ د هغه څو چنده يې په مذاکراتي پروسه کې هم وروښوده او د امریکا هغه خيال چې د طالبانو د ټوټه کېدلو لپاره يې درلود؛ مکمل په سيند لاهو کړ.

لنډه دا چې امريکا مجبوره شوه چې له خپل ټول غرور، زور او طاقت سره د طالب پر وړاندې په ګونډو شي او په قطر کې يې مذاکرات ورسره پيل کړل.

خو يو ځل بيا ټرمپ لس مياشتني مذاکرات لغوه اعلان کړل او ګومان يې وکړل چې شايد طالبان له دې لارې ووېرول شي. خو طالبان د وېرې پر ځای نور هم جدي شول. نو ځکه ټرمپ يو ځل بيا مذاکرات پيل کړل.

نو ځکه وايو چې امريکايي غرور الله جل جلا له د ملنګ طالب په پښو کې وغورځاوه.

مربوطه مطالب

Back to top button