کابل اداره د څه شي صلاحيت لري؟؟

غورځنګ

‌‌‌‌‌کابل اداره چې ځانته د يوې خپلواکې ادارې خطاب کوي او وايي چې د هرې پرېکړې واک په خپل لاس کې لري، خو په دې هر څوک پوهېږي چې غوا توره او شيدې يې سپينې!

معنا دا چې د کابل  د ادارې د جوړېدو په اړه ټوله نړۍ خبره ده چې د امریکا د مختلفو لوړپوړو چارواکو له لوري د يوې ناستې په ترڅ کې رامنځته شوې او ان د چارواکو د مقررۍ او لرې کولو واک يې هم له امريکايي لوري سره دی.

د کابل اداره د حامدکرزي په مشرۍ د (افغانستان د اسلامي جمهوريت) تر عنوان لاندې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې هغه وخت جوړه شوه، چې امريکا پر افغانستان د يوه وحشيانه يرغل په ترڅ کې د طالبانو واکمني ړنګه کړه او په بې هوده بهانو يې افغانستان اشغال کړ.

دا چې امريکايي لوري د طالبانو له مشرتابه څخه هغه وخت غوښتل چې که ځينې امریکايي غوښتنې ومني نو له امريکايي اشغاله به خلاص شي يعنې امريکا به په هغه صورت کې پر افغانستان بريد نه کوي، بلکې د طالبانو د نظام حمايت او نړيوال ملاتړ به کوي، خو دا چې طالبان لا سر له وخته يو ولسي او روحاني تحريک ؤ نو په دې اساس خپلو اسلامي، ملي او تاریخي عظمتونو دا اجازه نه ورکوله چې دوی دې د امريکايي لوري هر ډول فرمايشونه ومني، نو په دې اساس امريکا پر افغانستان يرغل وکړ.

د اشغال په ترڅ کې امريکا د کابل اوسنۍ اداره په يوه غير منظم، غير شفاف او غير اهلي ډول جوړه کړه، خو د دې لپاره چې کابل اداره په هر وخت کې امريکايي او ناټويي ګټې خوندي کړي او خپل ولس د امريکا لپاره ووژني، نو له هماغه پيله يې په دغه اداره کې داسې خلک مقرر کړل چې د پيسو او نورو مادياتو لپاره يا د ژوند څو سهولتونو لپاره يې ټول اسلامي او افغاني سرحدات کراسول او په ټول توان يې امريکايي ګټو تأمينولو ته خپل سر د هو پر ځای وخوځاوه.

دغه لامل دی چې امريکا کابل ادارې ته حتی د يوه ادنی کار واک هم نه ورکوي بلکې د ادارې ټولې واګې امریکا په خپل لاس کې اخيستې دي. که داسې نه وي نو بيا اشغال معنا نه لري، ځکه چې اشغال شوی هېواد همداسې وي چې اشغالګر به پکې د خپلې خوښې نظام جوړوي او په هغه نظام کې به د خپلې خوښې کسان ټاکي تر څو د اشغال دوام ته لاره هواره کړي.

راځو دې ته چې  د کابل اداره په خپله وړه خوله غټه مړۍ کوي، معنا دا چې کله کله ډېره لويه خبره وکړي. چې د دغو لويو خبرو له جملې څخه يې هم تېره ورځ د ملي امنيت د وياند خبرې وې، ويل يې چې د طالبانو د سياسي دفتر او نظامي کميسيون تر منځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي.

لومړی خو دا چې کابل اداره بايد وښيي چې د دغې خبرې بنياد څه شی دی؟ يعنې مرجع يې کومه ده؟

دويم دا  چې د کابل ادارې دغه خبره څومره پخه ده؟

که د دغې ادارې پخوانۍ څېرې ته ځير شو او هغه د کرزي وخت يې راياد کړو نو وبه وينو چې د سولې تر نامه لاندې څومره عادي کوټه والو خلکو دغه اداره وغولوله؟ يو وخت خو حامد کرزي په ډېر افتخار سره ويل چې ګواکې د طالبانو له مشرتابه سره يې اړيکې پيداکړي دي، خو کله چې حقيقت معلوم شو نو د کوټې يوه دوکاندار په ميليونونو ډالر د سولې او طالبانو د مشرتابه په نامه له يادې ادارې څخه خوړلي وو.

نو اوس چې ياده اداره د طالبانو تر منځ د ژورو اختلافاتو خبره کوي، څوک به باور پرې وکړي؟

که حالاتو ته ځير شو نو ذهن ته به مو خامخا دا پوښتنه راولاړېږي چې کابل اداره په اوسنيو حساسو شېبو کې څومره واک او صلاحيت لري؟

ځکه، که وګورو د سولې خبرې د طالب او امريکايي پلاوي تر منځ تر سره کېږي، کابل اداره پکې بلکل پوښتل شوې نه ده، ان تر دې چې د سولې په تړاو ورځني معلومات هم ورڅخه پټ ساتل کېږي.

يوازې دا نه بلکې کابل ادارې په بار بار له امريکا لوري څخه ګيلې هم کړي چې له طالبانو سره د هوکړې او مذاکراتو په ترڅ کې ورسره معلومات نه شريکېږي. او همداسې پټ ورڅخه هر څه کېږي.

بل دا چې د سولې خبرې خو پر ځای پرېږده، کله چې ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته راغی، نو د کابل ادارې مشر يې د يوه عادي خدمتګار يا خادم په حيث باګرام نظامي اډې ته وروغوښت چې دا پخپله د کابل ادارې صلاحيت معلوموي. ځکه د بهرنيو ولسمشرانو د ملاقات ځای خو ارګ دی نه د باګرام هوايي اډه!

نو د کابل ادارې مشر ولې له ارګ څخه باګرام ته د ټرمپ ملاقات ته ځي؟؟

په پای کې وايو چې کابل اداره بايد خپل صلاحيت ته وګوري او هماغومره خبرې بايد وکړي، نه دا چې خوله يې وړه او مړۍ يې غټې!!

مربوطه مطالب

Back to top button