د ټاکنيزو کمېسيونونو او سیاسي احزابو ترمنځ دويمه غونډه هم بې پايلې ختمه شوه

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن جمعه (۱۳ دسمبر)د افغانستان د ټاکنو کړکيچ د هواري په موخه د ټاکنیزو کمېسیونونو او د نوماندانو د استازو ترمنځ دویمه مشورتي غونډه هم له کومې نتيجې پرته پای ته ورسېده.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو کمېسیون تېره شپه د ولسمشرۍ ټاکنو قسمي پایلې اعلان کړي، خو د ځینو نوماندانو د اخطارونو او فشارونو له امله، دا کار ونشو.
د نننۍ غونډې پيل د نوماندانو د استازو او د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو ترمنځ په جنجال وشو او د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ هغه مهال له غونډې ووتله، چې يو ویناوال کمېسيون تورن کړ، چې په کار نه پوهيږي؛ خو لږ وروسته بېرته راغله او د غونډې ګډونوالو ته یې وویل چې دا غونډه د ټاکنو د کړکيچ د حل لپاره جوړه شوې، نه د چارواکو د سپکاوي لپاره.
په نننۍ غونډه کې د نوماندانو استازو د ټاکنو کمېسیون پر بهیر او په کې په لاسوهنو کلکې نیوکې وکړې.د ولسمشرۍ نوماند او اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د ګلبدین حکمتیار او ځینو نورو نوماندانو استازي په غونډه کې پر خپل پخواني دریځ ولاړ وو او له کمېسیونونو یې غوښتنه وکړه چې د دوی په باور ۳۰۰ زره تقلبي رایې باطلې کړي.
د يادولو وړ ده، چې ټاکنو کمېسیون تېره اوونۍ هم د ټاکنیز کړکيچ د حل او د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د لارې هوارولو په موخه یوه مشورتي غونډه رابللې وه چې هغې هم کومه نتيجه نه لرله.



