ډاکټر عبدالله: کمېسيون کولی شي په پاتې ولايتونو کې د رايو تفتیش وکړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ګډ حکومت اجرائيه ریيس او د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یوه خبري کنفرانس کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د یکشنبې په ورځ دې په پاتې اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون تړلي دفترونه بېرته پرانیزي او د رایو بیا شمیرنې او تفتیش ته د اجازه ورکړي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ۲۰۱۴ په څېر د ګډ حکومت جوړولو هیڅ ډول معامله به تکرار نه شي، دغه راز یې زیاته کړه چې له خپلو پاکو رایو دفاع کوي او د جعل او تقلب له لارې راغلي حکومت ته اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې نن د ټاکنيزو کمېسيونونو او نوماندانو ترمنځ علني غونډه کې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ له کانديدانو غوښتنه وکړه، چې په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو د تفتيش اجازه ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button