(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۳، شنبه)
د بشري حقونو د څار اداره یا (هيومن رايټس واچ) د افغانسان جنګ په اړه د واشنګټن پوسټ خپرو شويو اسنادو ته په غبرګون کې ليکي، هغو خلکو لپاره په دغه اسنادو کې ډير څه نشته چې د افغانستان له حالاتو يې نږدې څارنه کوله.
خو زياتوي، په دغه اسنادو کې د بشر حقونو د نقض او فساد په اړه څو سندونه دي چې ښيي امریکا په افغانستان کې د شکنجه ورکوونکو، بچه بازانو، ډاګوګانو ملاتړ کاوه او يا يې د هغوی پر کړنو سترګې پټولې.
د بشر حقونو د څار ادارې د امریکا د سفير راين کراکر او مارشال فهيم د ملاقات او خبرو اترو هغه برخه راخيستې چې د هوانوردۍ د یوه وزير د قتل په اړه يې معلومات ورکړي.
په کابل کې د امريکا پخواني سفير راين کراکر دغه اسنادو کې ويلي چې:” مارشال فهیم د کابل په هوايي میدان کې د هوا نوردۍ د وزیر عبدالرحمن د قتل په باره کې معلومات راکول. هغه وویل چې بلوا کونکو وزیر قتل کړ. کله چې مارشال فهیم دا کیسه راته کوله، هغه مسکی مسکی کېده. وروسته دا معلومه شوه چې خپله مارشال فهیم دا وزیر قتل کړی دی. لدې ملاقات راوروسته، زه دې نتیجې ته ورسېدم چې مارشال فهیم واقعا یو شریر او قاتل شخص دی “.
د هوانوردۍ پخوانى وزير ډاكتر عبدالرحمن په رڼا ورځ د كابل په بين المللي هوايي ډګر كې په الوتكه كې د ننه په چاقوګانو سورى سورى كړاى شو او مړى يې له الوتكې لاندې را وغورځول شو چې قاتلين يې هم ټولو خواوو ته څرګند و.
راپور زياتوي، امريکا تر کلونو کلونو مارشال فهيم ته ميليونونه ډالر ورکول او دغه اسنادو کې یو امریکايي استخباراتي مامور ليکي، په افغانستان کې د ورته ډول جګړه مارانو څخه د امریکا ملاتړ د دې ښکارندويي کوي چې امريکا خپله یوه شريره اکټره ده.
د بشري حقونو ادارې ليکلي، چې امريکايي چارواکي هم په دې پوهيدل چې افغانستان کې د امریکا د ماتې لوی لامل د جنګسالارانو ملاتړ دی.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، اوس هم امریکا په افغانستان کې د درنده او وحشي مليشو ملاتړ کوي زياتوي امريکا دا وخت په افغانستان کې د قتل، غارت، بچه بازۍ او وحشي مليشو ته روزنه ورکوي او هغوی تمويلوي.


















