کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د کابل حکومت عسکرو مزارشريف کې د جنبش اسلامي ګوند د یوه پخواني قومندان نظام الدین قیصاري کور کلابند کړی دی.
نوموړي ته یوې نږدې سرچینې رسنيو ته ویلي دي، چې د بلخ پولیسو د مزار شریف ښار په ‘زراعت’ سیمه کې د قيصاري کور محاصره کړی او غواړي چې د ښاغلي قیصاري د کسانو له خوا جوړې شوې امنیتي پوستې له سیمې لرې کړي.
خو د بلخ د پولیسو ویاند ‘عادل شاه عادل’ ويلي دي، چې د قیصاري وسله والو هغه کور کې پوسته جوړه کړې وه چې په قزاقستان هيواد کې د افغانستان سفیر ‘فرهاد عظیمي’ پرې حقوقي دعوی لري.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې نظام الدین قيصاري د حکومت له لوري نيول شوی و؛ خو د قيصاري د پلويانو له لوري سختو لاريونونو حکومت اړ کړ، چې نوموړی پرېږدي.