کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د بغلان ولايتي چارواکو منلې چې د ګډ حکومت په اجرايه رييس او دثبات او همپالنې د ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله د موټرو پر کاروان بريد شوی.
د بغلان ولایت د پوليسو د قومندانۍ وياند ‘جاويد بشارت’ وايي په دغه برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او کاروان له سیمې څخه په خوندي ډول وتلی دی. تراوسه چا د دې بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې.
خو د ثبات اوهمپالنې د انتخاباتي ټيم ویاند “فریدون خوځون” په خپله رسمي فسبوک پاڼه دا خبر رد کړی او دا یې د خپلو سياسي مخالفانو بې بنسټه اوازه بللی ده.
د یادونې وړ ده، چې د ډاکټر عبدالله د ټاکنو کمېسيون له لوري د رايو د بيا شمېرنې له پروسې سره مخالف و او پلويانو په اوو شمالي ولايتونو کې د کمېسیون دفترونه تړلي وو؛ خو پرون ناوخته یې کمېسيون ته پاتې ولايتونو کې د کار اجازه ورکړه؛ خو په وينا یې د تقلب او درغليو په صورت کې به پايلې ونه مني.