کابل ټکى کام (شنبه، ۲۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د طالبانو له زندان څخه د امریکايي پوهنتون آزاد شوي آسترالیايي استاد ټموټي ویکس، له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې یوځل بیا دطالبانو په اړه حیرانونکې څرګندونې کړي دي.
ټموټي ویکس ویلي، چې طالبانو ته د دښمنانو په سترګه نه ګوري، نوموړی زیاتوي چې طالبانو سره یې د خپل ملګري په ګډون د زندان درې نیم کلنه دوره ښه تیره کړې ده.
دی وایي، طالبانو ورسره په بې ساري توګه ښه چلند کړی دی چې دی به یې همیش شکریه ادا کوي.
نوموړی زیاتوي چې زمونږ ساتونکي وسله وال طالبان زمونږ ښه ملګري او دوستان شول او زمونږ ډیر یادیږي چې بیا یې وګورو.
ویکس وایي، طالبانو ورسره ژمنه کړې چې سوله اییز افغانستان کې به حتمي دوی دواړو ته بلنه ورکوي تر څو بیا افغانستان ته راشي او په ازاده فضاء کې مختلفو سیمو ته تګ راتګ وکړي.