طالبان: د کابل ادارې او امريکايانو زندانونو کې يې له بنديانو سره ناسم چلند کيږې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د څرخي پله زندان کې د خپل يو بندي د مرګ خبر ورکړی او لامل يې د زندان د مسئولینو له لوري د هغه روغتیا ته د نه پاملرنه ښودلی دی.

اعلاميه زياتوي چې مړ شوی ‘عبداللطیف’ د لوګر ولایت د مرکز اوسېدونکی و او له ډېره راپه دېخوا وخته له ناروغۍ کړېده؛خو د زندان مسئولینو ورته هیڅ پاملرنه نه کوله.

اعلاميه کې ادعا شوې چې د کابل ادارې او امريکايانو په زندانونو کې سلګونه نور بنديان هم له بېلابېلو سختو ناروغيو کړېږي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ خو کابل اداره او بهرني ملاتړي يې تداوۍ ته هيڅ راز پاملرنه نه کوي.

د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون په نړیوالو بشري ادارو غږ کړی، چې د بندیانو د حقوقو لپاره دې غږ دې پورته کړي او بنديانو سره دې د دا ډول ناسم چلند مخنيوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button