امريکايي افسره: موږ د اداري فساد په خورولو کې مرسته کوله او دنده مې د درواغو او فريب نشرول و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۴، یکشنبه)
د لارين کې جانس په نوم د امریکايي پوځ افسرې په افغانستان کې د امریکايي جګړې د اسنادو خپريدو ته غبرګون ښودلی چې په وينا يې دغه افشاګيرۍ نه ده حيرانه کړې.
هغې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، چې له ۲۰۰۹تر ۲۰۱۰م کال پورې يې د امريکا په هوايي قواوو کې د استخباراتي افسرې په توګه دنده کړې او دغه اسنادو خپريدو ځکه نه ده حيرانه کړې چې دا خپله له دې فريب کارانو څخه یوه فريب کاره وه.
لارين کې وايي، په افغانستان کې هغه امریکايي عسکر چې د دغه جګړې په اړه يې منفي نظر لاره له خبرلایانو ليرې ساتل، په کليو بانډو کې به يې راډيوګانې ويشلې چې یوازې هغه سټيشنونه به يې نيول چې فنډ به يې امريکايي ځواکونو ورکاوه او د هغوی په ګټه به يې نشريات کول.
دغه افسره وايي، چې د ۲۰۰۹م کال د انتخاباتو پر مهال يې هغو ژورناليستانو ته زمينه برابروله تر څو د انتخاباتو له جريانه يو ښکلی، غولوونکی او له حقيقته ليرې انځور وکاږي او د خبرونو او پيغامونو په شکل يې بې سيواده افغانانو ته وړاندې کړي.
د امريکايي استخباراتو دغه افسره وايي، مونږ به امريکايي میلمنو ته داسې صحنې جوړولې چې هغوی په افغانستان کې له ماموريته ښه تأثر واخلي زياتوي زما دنده دا وه چې امريکايي مېلمانه مامورينو ته چل او دوکه ورکړم.
جانس کې ليکي، موږ په افغانستان کې خپله د اداري فساد په خورولو کې مرسته کوله او داسې رانه چاپير و لکه د ژمي بړستن.
دغه امريکايي استخباراتي ماموره وايي، خوشحاله ده چې له افغانستانه سالمه ستنه شوې خو نور ملګري يې ددې په څير خوشبخته نه ول زياتوي زه د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ خپاره کړي اسناد تاييدوم او د درواغو په خپاره کړيو اعلاناتو او پيغامونو ځان ملامت بولم.



