سوریه: تازه جګړو کې لسګونه تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د سوریې په ادلب ولایت کې د انقلابیانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې ترسره شوي چې په پايله کې يې لسګونه تنه وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو بنسټ وايي، ددې ولایت په جنوب ختيځو سیمو کې د دواړو لوریو ترمنځ د تماس پر کرښو خونړۍ له پرون راهيسې جګړې روانې وې چې له درندو وسلو هم پکې کار اخيستل شوی دی.

دغو جګړو کې د انقلابیانو او ددولتي ځواکونو ۳۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

د ياد بنسټ په وينا، دانقلابیانو “تحریر الشام” ډلې د دولتي ځواکونو د پرمختګ مخه نيولې ده.

په ورته مهال نامعلومو وسله والو د پلازمينې دمشق د دوما په سيمه کې د دسوريې ددولتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې د مرګ ژوبلې راپور یې نه دی ورکړل شوی.

د يادونې وړ ده چې له دوما ولايت څخه د انقلابیانو له وتلو وروسته دا لومړی برید دی چې ياده سیمه کې ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button