له افغانستان څخه د تېر برتانوي او اوسني امريکايي استعمارچيانو د تېښتې پرتله!!

غورځنګ

په ۱۸۳۹ ميلادي کال وروسته له هغه چې انګرېزانو له خپل افغاني ګوډاګي شاه شجاع سره په پنجاب کې يو تړون لاسليک کړ، دغه تړون چې درې اړخيز تړون ؤ نو ځکه يې د مثلث تړون په نامه ياد کړ، مثلث تړون د انګرېزانو، شاه شجاع او رنجيت سنګ تر منځ لاسليک شو چې له ټولو مادو څخه يې د افغانستان د يرغمل کولو او وېشلو بوی راته، لنډه دا چې انګرېزان تقريباً له شپېته زره کسيز لښکر سره افغانستان ته د بولان (بولدک) له لارې ننوتل او له کندهاره يې د افغانانو پر وژلو پيل وکړ، کله چې کابل ته دغه لوی لښکر راورسېده نو  د هغه وخت د کابل امير (امير دوست محمد خان) بخارا ته وتښتېده، خوپه بخارا کې له څه مودې تېرولو وروسته بېرته په پټه کابل ته راغی او ځان يې مکناټن ته له خپلې کورنۍ سره وسپاره، مکناټن هم د برتانوي هند د راتلونکو پلانونو د تطبيق لپاره نوموړی امير د هندوستان د کلکتې سيمې ته ولېږه تر څو يې تر نظارت لاندې وروزي او د راتلونکي افغانستان امير يې وټاکي.

انګرېزانو د خپل يرغل په لومړۍ ورځ چې کله کندهار ته ورسېدل نو شاه شجاع د افغانستان واکمن اعلان کړ، خو کله چې کابل ته ورسېدل نو وې اوضاع يې بدله وليدله ځکه په دغه وخت کې مجاهدينو هم ځانونه سره منظم کړي وو او نائب امين الله خان لوګری يې خپل امير ټاکلی ؤ خو په لنډ وخت کې دامير دوست محمد خان له بخارا څخه راوګرځېده او کابل ته راغی نو سمدستي امين الله خان لوګري ځان نائب او وزير محمد اکبرخان يې د ټولو مجاهدينو مشر او امير وټاکئ!

تر دې وروسته د کابل په ښار کې زوروره ګړه پيل شوه او د انګرېزانو يو لوړپوړی چارواکی چې په شېرپور سيمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده، مجاهدينو په خپل کور کې د کورنۍ له ټولو غړو سره وسوځاوه، په دې وخت کې چې مکناټن د انګرېزي لشکر تلفات وليدل نو سمدستي يې وزير محمد اکبر خان ته څوک ولېږل او د روغې او جوړې بلنه يې ورته ورکړه، وزير محمد اکبرخان هم ومنله او په وزيري چمن کې يې يو مجلس جوړ کړ، د مجلس له دايرېدو سره سم وزير محمد اکبر خان د مکناټن په هغه دسيسه چې غوښتل يې وزير محمد اکبرخان ووژني؛ پوه شو، نو يې د توفنګچې پواسطه مکناټن وواژه، وروسته يې د مکناټن مړی د چارچتې په بازار کې راوځړاوه، تر څو نور انګرېزان او خلک ورڅخه عبرت واخلي.

کله چې مکناټن هم ووژل شو نو انګرېزانو بيا د سولې او روغې جوړې غوښتنه وکړه، وزير محمد اکبرخان انګرېزانو ته د هغوی د وتلو لپاره درې عمده شرطونه وټاکل:

۱ــ انګرېزان او له انګرېزانو سره په يرغليز شکل راغلي که مسلمانان وي او که کافران؛ ټول به له افغانستان څخه وځي.

۲ـــ انګرېزان به له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له شپږو لويو توپونو څخه پرته نور هيڅ ډول اسلحه له ځان سره نشي وړی.

۳ـــ انګرېزان به د خپلو شپږو لوړرتبه چارواکو کورنۍ له مجاهدينو سره برمته پرېږدي او دا انګرېزي کورنۍ به تر هغه وخته له مجاهدينو سره وي تر څو چې امير دوست محمد خان په خيريت سره افغانستان ته راوستل شي.

انګرېزانو چې کله له دغو شرائطو څخه سرغړاوی وکړ او غوښتل يې چې مجاهدين وغولوي نو بيا پرې مجاهدينو حملې پيل کړې چې په ترڅ کې يې دا ځل شپاړس نيم زره انګرېزي لښکر له خاکجبار څخه واخله او د لغمان تر ورېښمين تنګي پورې مکمل تباه شو او يوازې ډاکټر برايډن په نيم ژوندي حالت کې لومړی ننګرهار او بيا پېښور ته وتښتول شو.

انګرېزانو چې کله د خپلو تلفاتو کچه وليدله او بلخوايې په نړۍ کې خپل هغه د تخت وتاج او رعب او دبدبې لوېدل وکتل نو دستي يې له مجاهدينو سره په پورتنيو شرائطو سولې ته غاړه کېښوده. او د انګرېزانو شپږ کورنۍ مجاهدينو ته برمته پرېښودل شوې، مجاهدينو سمدستي د شپږو انګرېزي کورنيو په بدل کې د امير دوست محمد خان ازادېدل وغوښتل.

کله چې انګرېزان پوه شول چې امير دوست محمد خان تبادله کېږي نو يې په کلکته کې بل ډول ګېم روان کړی ؤ، امير دوست محمد خان به يې هره ورځ په خپلو پوځي چوڼيو ګرځاوه او دا به يې ورته ښودل چې موږ د داسې امپراطورۍ لورنکي يو چې نږدې ټوله نړۍ مو په ولکه کې ده نو داسې سوچ ونه کړې چې تا به له موږ څخه څوک په زور او طاقت سره ازاد کړي. بلکې ته چې زموږ له قيد څخه ازادېږې نو دا به په تا يو ډېر لوی احسان او کرم وي.

امير دوست محمد خان هم بې له دې چې سوچ او فکر وکړي د انګرېزانو ټولې خبرې يې هو به هو ومنلې.

راځو دې ته چې اوسني امریکايان هم د پخوانيو انګرېزانو په رنځ اخته دي او هماغه کانه پرې شوې ده، په لومړي سر کې چې کله چې مذاکرات پيل کېدل نو امریکا ډېر لوړ شرائط درلودل چې طالبان بايد په افغانستان کې زمونږ څو نظامي اډې ومني او زموږ استخباراتي حضور دلته ومني.

کله يې چې د طالبانو دريځ او د جګړې لا تېزي وليدله نو يې له خپلو لومړنيو شرائطو څخه تنزل وکړ او څه اندازه نرم شول، خو کله چې طالبان نور هم په خپل دريځ کلک شول نو امریکا مکمل بدلون ومونده او له خپلو ټولو شرائطو څخه تېره شوه.

مګر کله چې طالبانو څو امریکايي پوځيان ووژل نو ټرمپ د نامعلومو عواملو له امله سوله ودروله. خو تر درېوو مياشتو درېدلو څخه وروسته يې بيا دا دی د سولې خبرې پيل کړې.

کله چې ا بله ورځ طالبانو پر باګرام ډله ييز سرتېری بريد تر سره کړ، که څه هم په دغه بريد کې لسګونه امریکايي پوځيان ووژل شول خو بیا هم د سولې خبرې په موقت ډول درېدلي دي او هغه هم د طالبانو په خوښه درېدلي دي.

نو له دې ټولو حالاتو څخه په جاج اخيستو سره شنونکي په دې باور دي چې امریکا د افغانستان له محاصرې څخه په خيريت سره وتل غواړي او په طالبانو هيڅ ډول شرائط نه لګوي بلکې يوازې د خپلو پوځيانو د وتلو يوه خوندي لاره غواړي تر څو د دوی په پوځيانو د وتلو پر مهال کوم بريد ونه شي.

په پای کې وایو چې امريکا هم د برتانيې په څېر له خپلو شرطونو څخه په ټوله معنا تنزل کوي او يوازې د خپلو عسکرو وېستل غواړي.

مربوطه مطالب

Back to top button