عراق: په دوه موټر بم چاودنو کې ۱۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د عراق په” صلاح الدین” ولایت کې د دوه موټر بم چاودنو په پايله کې د شيعه وسلوالې ډلې “حشد الشعبي” اووه تنه غړي او د يو ښوونځي درې تنه زده کوونکي وژل شوي.

د امنیتي سرچینو په وینا، سرتېرو بریدګرو د صلاح الدین په ولایت کې چې د “حشد الشعبي” د وسلوالو تر واک لاندې دی، د موټرو څخه په ګټې اخيستنې سره بريدونه ترسره کړي دي.

تراوسه د يادو بريدونو مسؤليت کومې ډلې نه ده منلی خو پخوا تردې د ورته بريدونو مسؤليت داعش وسلوالو منلی و.

د يادونې وړ ده چې په عراق کې د داعش دوسلوالې ډلې تر ماتې دوه کاله وروسته لاهم د ياد هيواد په ځينو ښارونو کې داعش ډله وخت ناوخت په عراقي امنيتي ځواکونو او عامو خلکو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button