شفيع اعظم
په خپله امريکايي ډيپلوماټان او افغانستان کې جنګېدلي متقاعد نظاميان اعتراف کوي چې افغانستان دوهم ويټنام شو او موږ ماتې وخوړه.
واشنګټن پوسټ لړزونکې موندنې هم همدا وایي چې د افغانستان ازادي، ډيموکراسي او بشر حقوق يوه غولونکې ادعا وه او موږ په ښکاره ډول په افغانستان يرغل ور ووړ.
د امريکا دا ماتې له انګرېز او روس وروسته د وخت دریمې امپراتورۍ زوال دی چې افغانستان کې د افغانانو په لاس په ګونډو کېږي. دا وياړ په اسانه نه بلکه د زرګونه افغانانو پر هډونو او ککرۍ حاصل شوی.
يو څو تنه چې د امریکایي ښکېلاک فزيکي او فکري حاميان وو؛ د خپل شرم پټولو لپاره دا وياړ د پنجاب پښو ته کېږدي.
دا غدر له بهرنيو ښکېلاک ګرو سره تر ملګرتيا هم په مراتبو خطرناک او ظالمانه ځکه دی چې دلته د افغانانو پر قرباني، جانبازي او مېړانه خاورې اچول کيږي. هغه تیره اشتباه (يرغلګرو سره ملګرتيا) به ممکن د سولې راتګ سره وبخښل شي خو دا غدر به قطعا د بخښلو نه وي.
يوې موضوع ته توجه پکار ده چې دا تاريخي مسئله ده او دې مسئلې سره د خپلې خطا پاکولو لپاره پر تاريخ او د يوه عظيم ملت پر قرباني ملنډې وهل ندي پکار. امريکا سره یې يو څو افغان مامورين ملګري وو خو باقي ملت یې په کلکه تقابل کې ودرېد نو ځکه د ملیارډونو ډالرو، اوچتو وسلو او زرګونه ازمويل شويو سرتېرو سربېره د ناټو او امريکا پړي وشلېدل.
د ټولو تېرو تېروتنو سره سره دا همت پېدا کول پکار دي چې اعتراف وکړو د امريکا غرور لګدمال شو او هغه هم د توپ، ټانګ، سټنګر، الوتکو، قوي اسلحې او دا ځل په برالا شکل د يوه قوي هيواد له ملاتړ پرته.
دا د عصر يوه نه مننوکې معجزه وه چې ډېر یې اوس هم له منلو عاجز دي. دا وياړ د ټولو افغانانو دی او خصوصاً د پښتنو چې پداسې وخت کې یې لومړي ځل جنوب، شرق، غرب او شمال کې د امريکا په تقابل سر اوچت کړ چې ټولو نورو ملتونو، افغانانو او قومونو ېې دا عمل بربنډه خودکشي وبلله.
د دې وياړونو د تحفظ لپاره سوله او ترې را وروسته په ټول وطن کې د يوه قوي، پر عدل ولاړ او وسپنيز نظام احيا بنسټيز ضرورت دی.
داسې نظام چې هغه په ټوله مانا په نړېواله کچه د افغانانو د عظمت او وقار ساتندوی وي.
دا ټول د امريکايي استعمار له پای وروسته په يوه سوليز افغانستان کې ممکن کېدای شي.
زموږ فکري لارې به جدا وي؛ خو وطن او تاريخ ګډ دی.
بېدار باش!
















