(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۵، دوشنبه)
د هرات ولايت امنیتي مسؤولین وايي، د ښار مربوط لسمه حوزه کې وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي دي.
د هرات امنیه قومندان جنرال امين الله امرخېل وايي، وسله والو تيره شپه د لسمې حوزې مربوط سيمه کې پر پوليسو برید کړی چې درې تنه پوليس وژل شوي او بریدګر له سیمې تښتيدلي دي.
د امرخېل په وينا په دغه برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د دغه بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو طالبان په ښارونو کې وسله وال ګروپونه لري چې وخت ناوخت په دولتي ځواکونو، چارواکو او نظامي منسوبينو چريکي بريدونه ترسره کوي.