نيپال: دموټر دچپه کيدو په پيښه کې ۱۴تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د راپورونو له مخې د نيپال هيواد سيمه ييزو پوليسو ويلي دي چې يو بس موټر چې زيارت کوونکي يې ليږدول د ياد هيواد پلازمينې ته څيرمه سيمه کې له ۵۰۰ مټره لوړ والي څخه په یوې دره کې غورځيدلی دی.

چې ددي خونړۍ پيښې په پايله کې ۱۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور نور ټپیان شوي دي.

چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ بلل شوي او ښايي د مړو شميره کې زيات والی راشي.

د ژغورنې د کارکونکو په وينا په وژل شویو کې ماشومان او مېرمنې هم شته.

مربوطه مطالب

Back to top button