کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وروستي ګواښ په غبرګون کې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي، دوی هڅه کوي له ترکیې سره خپلې اړیکې بیا ورغوي.
پنټاګون اعلان کړی دی چې په ترکیه کې د دوی د پوځیانو حضور د ترکي دولت د موافقې له مخې دی او دوی ځکه هلته حضور لري چې د ناټو تړون له دې ملګري هېواد سره یې موخې او ګټې شریکې دي.
وروسته له هغه چې ترکیې له روسیې څخه ایس څلور سوه توغندویي سیسټم وپېرل د دې دوو همګټو هېوادونو ملګرتیا زیانمنه شوه او اړیکې یې تر بل هر وخت ډېرې خړپړې شوې دي.
امریکا پر ترکیې د همدې سیسټم پېرلو له امله بندیزونه لګولي دي او ترکیې ګواښ کړی دی چې د بندیزونو د دوام په صورت کې به په دې هېواد کې د امریکا دوه پوځي اډې وتړي.
تیره ورځ د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم دامریکا وروستي توهین آمیزه څرګندونې غندلې وې، او ګواښ یې کړی وو چې که امریکا خپله پالیسي تغییر نه کړي؛ غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي.


















