کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د راپورونو له مخې تيره شپه د لغمان ولايت په قرغه يي ولسوالۍ کې بهرنيو او داخلي عسکرو د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې اچولي او درې تنه ملکي وګړي یې وژلي دي.
د عیني شاهدانو په خبره ګډو ځواکونو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په فرمانخيلو سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او درې تنه ملکي وګړي يې وژلي.
نن سهار د سيمې خلکو د مندروړ او سرخکانو پله ترمنځ کې کابل- جلال اباد لويه لار د اعتراض په ډول تړلې وه او له ځان سره يې د وژل شويو ولسي وګړو جسدونه هم راوړي وو.
لاريون کوونکو، چې د کابل ادارې او بهرنيانو پرضد یې شعارونه ورکول، او دا خبره يې کوله چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو او داخلي عسکرو له لوري نږدې هره ورځ د شپنيو چاپو او ړندو بمباريو په ترڅ کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.


















