اردوغان: که امريکا پر ترکيې بنديزونو ته دوام ورکړي، پوځي اډې به يې وتړو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امريکا ته خبرداری ورکړی چې که له روسیې څخه د (ایس څلور سوه) توغندویي سیسټم د اخیستلو له امله پر ترکيې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي؛ نو ترکیه به یې پر وړاندې بې ځوابه پاتې نشي.
نوموړي ګواښ وکړ چې، که په دې اړه امریکا خپله پرېکړه بدله نه کړي؛ نو دوی به په ترکيه کې د امریکا دوه پوځي اډې وتړي.
ښاغلي اردوغان له رسنيو سره خبرو کې ویلي، چې د بنديزونو د دوام په صورت کې به انجرلیک او کوریجیک پوځي اډې وتړي. دا دواړه پوځي اډې د ترکیې په سویل کې دي، چې امريکا په افغانستان او منځني ختیځ کې د عملیاتو پرمهال ترې ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیوکې د ترکیې له لوري روسيې څخه د ایس څلورسوه دفاعي سيسټم تر اخيستلو وروسته د امريکا او ترکيې تر منځ اړیکې ترينګلې شوې دي.



