وکیلان: عارف رحماني دې دخپل ټوېټ په اړه له افغانانو بښنه وغواړي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
ولسي جرګه کې یوشمېر وکیلان وایي، د غزني د خلکو استازي عارف رحماني یو قوم ته نه بلکې ټول افغانستان ته سپکاوی کړی دی او باید د خپلو څرګندونو له امله له خلکو بښنه وغواړي.
په ولسي جرګه کې د بادغیس، سرپل او یو شمېر نور ولایتونو استازو ویلي، عارف رحماني د افغانستان د تاریخ یوې سترې برخې ته په سپکه سترګه کتلي دي او دا ډول څرګندونې په هېواد کې تعصبونو ته د لمن وهلو په مانا دي.
دوی زیاته کړې، رحماني دې له خلکو بښنه وغواړي او د یادې جرګې حیثیت دې تر پوښتنې لاندې نه راولي.
رحماني څو ورځې وړاندې پر خپل ټویټر لیکلي، افغانانو د خپل حکومت په ۳۰۰ کلنه دوره کې له ځانمرګو، چاودنو، ملا مر او عبدالرحمن خان جوړونې پرته کومه بله کارنامه نه ده کړې.
ده زیاته کړې، برعکس غزنویانو بیا په خپله ۲۲۰ کلنه دوره کې یو روښانه تمدن په میراث پرېښی دی چې دا باید وستایل سي.
د رحماني له ټویټ وروسته د ټولنیزو شبکو فعالانو پر نوموړي تور پورې کړی چې په قصدي ډول د افغانانو ترمنځ تشنج او سمت پرستۍ ته لمن وهي چې دابه ستر زیانونه رامنځته کړي.



