ډېویډ انډیلمېن: د امریکا په ناکامې جګړې له ډیره وخته کانګریس سترګې پټې کړي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

ډېویډ انډیلمېن د افغان جګړې په اړه وایي، کانګرس له ډېره وخته په افغانستان کي د امریکا پر ناکامۍ باندي سترګې پټې کړې وې.

ښاغلی ډېویډ انډیلمېن د امریکا په ستري تیلویزیوني شبکې (سي این این) کي لیکي، د امریکا په سنا او ولسي جرګې کې د افغانستان د حالاتو په اړه د استعماعیه غونډو د جوړولو مطالبې هله زور واخیست چې واشنګټن پوست د افغانستان په اړه اسناد خپاره کړل.

لیکوال زیاتوي، کانګرس باید دا کار پخوا لا کړی وای، ځکه په افغانستان کي د امریکا ناکامي اوس هر چا ته څرګنده ده.‌

نوموړی دخپل مطلب پر دوام لیکي، کانګرس مدام د افغانستان د جنګ لپاره اضافه پیسې ور پمپولې، او د اداري فساد سره يې مبارزه نه کوله چې دا دشرم ځای دی.

افغانستان کې د روانې جګړې په اړه امریکایي سیاستوالو وروسته ترهغه غبرګونونه وښودل؛ کله چې واشنګټن پوسټ ورځپانې د دې جګړې په اړه ځینې اسنادو ته له لاس رسي خبر ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button