ميدان وردګ: قومندان عليپور يوتن لوټلی او له وژلو وړاندې يې سترګې ترې ايستلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د راپورونو له مخې د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې يو نامسئوله وسلوال قومندان عليپور له خلکو څلور ملیونه افغانۍ لوټلي، یو تن څخه یې لومړی سترګې ویستلي او بيا یې وژلی دی.

د وژل شوي کس خپلوان وایي چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ سیاه خاک سيمه کې د قومندان علیپور وسلوالو له موټر راکښته کړو، لاسونه او پښې یې راوتړل، څلور ملیونه افغانۍ یې راڅخه واخیستې او موږ یې نامعلوم لوري ته له ځان سره یوړلو.

ياد کسان (سید عباس او صاحب جان) ادعا کوي، چې له دغو وسلوالو سره اتلس ورځې بنديان وو، چې د بند پر مهال يې برقي شاټونه او نور تعذیبونه ورکړي دي. د دوی په خبره له هغه وروسته د سپین ږیرو په منځګړتوب راخوشې کړی شو، خو زموږ يو ملګری (فضل ربي) له دوی سره بندي پاتې شو او اوس دا دی په داسې حال کې یې مړی اچولی، چې سترګې یې هم ترې ویستلې دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د نوموړي قومندان په خلاف ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل چې له دواړو لوریو لسګونه کسان پکې مړه او ژوبل شول، چې وروسته بیا په کابل کې ونيول شو.

خو څه وخت وروسته د ګډ حکومت د مشر اشرف غني د دوهم مرستیال ‘سرور دانش’ له لوري خوشې شو او دا دی يوځل بيايې د ولسي خلکو په وژلو او ځورولو لاس پورې کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button