غورځنګ
کله چې په افغانستان کې طالبانو د شر او فساد پر ضد مبارزه پيل کړه او د افغانستان مؤمن ولس هم له طالبانو ډېر ژر اوږه پر اوږه د شر او فساد پر ضد په مبارزه کې برخه واخيسته او ټوپکسالاران يې ټول تس نس کړل، خو صليبي نړۍ چې اوس يې په سر کې امريکا قرار لري؛ تل په اسلامي نړۍ کې د اسلامي نظامونو په ضد کارويانې کړي دي او مسلمانان يې د خپلې خوښې نظام جوړولو ته نه دي پرېښي نود دغه عادت له مخې يې پر افغانستان هم راودانګل او افغانستان يې هم له خپلو نورو اشرباڼو سره يو ځای اشغال کړ.
خو دا چې افغانستان په نړۍ کې د امپراطوريو د هدېرې نوم خپل کړی دی نو په دې اساس امریکا هم د دغې هديرې لپاره له دې وېرې مختلف پلانونه تر تطبيق لاندې ونيول؛ تر څو يې امپراطوري په دې خاوره کې نسکوره نشي او خپل مخالفين د دغو پلانونو له لارې وځپي.
په تېرو اتلسو کلونو کې د امریکا د شيطاني دسيسو ځينې مهم او معلوم مثالونه به راواخلو:
۱ـــ کله چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ نو تر ټولو لومړی پلان يې د دې لپاره ؤ تر څو د طالبانو د بيا راپورته کېدو مخه ونيسي او افغانان ووېروي چې له امريکايي عسکرو سره د جګړې کولو جرأت ونه کړي.
نو لومړی هغه يې دا ؤ چې په سيمه کې يې اوازه ګډه کړه چې ګواکې امريکايان داسې خلک دي چې که څوک د امریکا په خلاف د جنګ اعلان وکړي او يا هم د امريکا په خلاف ټوپک پورته کړي نو کله چې پر امريکايي عسکر ډز کوي، د توپک ميل به کږېږي او د امريکايي عسکر پر ځای به بېرته ډز کوونکی لګېږي او وژل کېږي به.
۲ــ کله چې په سيمه کې طالبان راپيدا شول او د امريکا په خلاف يې د جنګ پيل وکړ نو امريکايانو دا ځل په نورو دسيسو او توطئو پيل وکړ چې له جملې يې د اربکي خپلسرو ملېشو جوړول ؤ، له افغاني ټولنې څخه يې هغه چرسيان، بدمعاشان، روږدي کسان اومعتاد کسان او هغه د پښتنو په اصطلاح د مور او پلار ازاريان او د ټولنې تر ټولو بدمرغه خلک يې سره راټول کړل تقريباً د سلګونو مياشتنيو ډالرو په مقابل کې يې استخدام کړل تر څو د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي، دغه ملېشې يې د سيمه اييزو پوليسو په نامه ونومول. خو افغان ولس چې د هر يرغلګر پر وړاندې خپلې سینې سپر کړي دي نو د دې دسيسې لپاره يې هم له خورا ځراکت څخه کار واخيست او دغه امريکا جوړې شوې ملېشې يې د اربکيانو په نامه ونومولې او هر اړخيز ډول کرکه ورڅخه وشوه، چې بلاخره د افغان ولس او طالبانو له لوري دغه اربکي ملېشې هم له زوال سره مخ شوې.
۳ــ له اربکي ملېشو وروسته امريکا لومړي په سوريه، عراق او بیا وروسته په افغانستان کې د داعشي ملېشو د پيداکېدو لپاره لومړی له بي بي سي، ازادۍ، امريکا غږ او اشنا راډيو ګانو څخه په تبليغاتي بڼه هلې ځلې پيل کړې او بيا يې په عملي بڼه ځينې هماغه اربکي ډوله چرسيان او نشه يي ځوانان پيدا کړل او د داعش ليکو ته يې جذب کړل، دا چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په پنځه کلنه دوره کې افغانستان له هر ډول مذهبي، سمتي، قومي، ژبني او نورو تعصبونو څخه ساتلی او ژغورلی ؤ نو امريکا غوښټل چې د داعش په واسطه په افغانستان کې د سوريې او عراق په څېر د شيعه او سُني مذهبي جنګونه پيدا او دلته د امريکا د اسلحو خرڅونې بازار ګرم شي.
خو دا چې افغانان مظلوم خلک دي نو ځکه خو د دغو دسيسو په اړه د الله ج ځانګړی نصرت ورسره او د دغه نصرت په توسط يې په افغانستان کې دا دی سږکال داعشي ملېشو ته د پای ټکی کېښود.
۴ــ دا چې افغانستان د امپراطوريو هديره ده او دلته د هر هېواد نظامي قوتونه مات شوي دي، نو امريکا هم وپتېيله چې په افغانستان کې له نظامي لارې د کاميابۍ هيله روانو اوبو ته خوب ويل دي، نو په دې اساس يې د داعشي ملېشو په څنګ کې ځينې مدني حرکتونه هم پيل کړل چې په زیاتو خوږو او ظاهراً ښايسته نومونو یې ونومول.
د غو مدني حرکتونو له جملې څخه يې يو هم د پرلت په نامه حرکتونه وو چې دوه کاله وړاندې له کندهار او هلمند څخه د امريکا د معاش خورو له لوري پيل شول او بيا تر يې په ځينو ولاياتو کې تبليغاتي شکل غوره کړ. خو ولس دا امريکايي دسيسه هم ژر وپېژندله او چندان غوږ يې پرې ونه ږراوه.
له پرلت وروسته د سولې کاروان په نامه د امريکا همدغه نظامي معاش خواره راپاڅېدل او له کندهار او هلمند څخه يې د سولې تر خواږه نامه لاندې يې داسې حرکت پيل کړ چې ګواکې دوی پياده دي، خو داسې ويل کېږي چې په لنډکروزر موټرو کې به له يوه ولايت څخه بل ولايت ته وړل کېدل خو د ولس غولونې په پار به يې څو ګامه پياده مزل د دې لپاره تر سره کاوه چې عکسونه واخلي او رسنيو ته يې د نشر لپاره وسپاري تر څو امريکا پلوي خلک ورڅخه تبليغاتي کار واخلي.
مګر د سولې تر نامه لاندې دغه حرکت ته هم افغانانو چندان اهميت ورنه کړ نو په دې اساس پخپله له منځه لاړ.
۵ــ بل ځل د ټرمپ له لوري اعلان وشو چې د جګړې لاره د حل لپاره غوره نه ده بلکې مذاکرات بايد پيل شي، نو طالبانو هم دغو مذاکراتو ته لبيک ووايه او په قطري دفتر کې مذاکرات پيل شول، دغه مذاکرات چې په خپل وخت کې يوه طالب غولونکې، طالب وېشونکې او طالب ته دوکه ورکوونکې پروسه هم وه، نو په دې اساس خليلزاد په لومړي سر کې خپل ټول توان دې ته وقف کړ چې طالبان يا وغولوي او يا يې هم ټولې نړۍ ته د نورو سيمه اييزو هېوادونو د غلامانو په حيث معرفي کړي.
خو متل دی چې اوسپنه څومره ټکېږي هومره پخېږي، نو ځکه خو طالبان هم د انقلابونو بچيان دي، د خليلزاد هر ډول پلان يې په نطفه کې نه يوازې خنثی بلکې شيطان فکری خليلزاد يې دې اعتراف ته اړوېست چې طالبان د افغان ولس رښتيني خيرغوښتونکي خلک دي.
بلاخره دغه لس مياشتني مذاکرات هم بې پايلې او په يوه ټرمپي ټويټ له لغوه شول او په خپل ځای په ټپه ودرېدل.
که څه هم امریکا دا ځل بیا مذاکرات پيل کړي دي خو خلک چې د امريکا تاریخ ته ګوري نو دې مذاکراتو ته چندان ژمن نه برېښي ځکه چې امريکا هر وخت د غولونې په نظر هر چا ته ګوري.
لنډه دا چې د امریکا هر ډول دسيسې او توطئې د افغان ولس او طالبانو له لوري شنډې شوي دي.


















