کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د راپورونو له مخې بيګا شپه د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ د ګډو ځواکونو له لوري په شپنيو چاپو کې اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي چې د خوږياڼو ولسوالۍ د تورغر سيمې په بېټنيو کلي کې تيره شپه ګډو ځواکونو د ‘ځاځي، او ‘محمد حضرت’ په نامه د د دوو تنو ملکي وګړو په کورونو چاپه واچوله.
په وژل شويو کسانو کې د نقيب الله، محمدالله او نوراغا په نامه د ځاځي بچيان وژل شوي او همدا راز د محمد حضرت په نامه يو بل سپين ږيری او درې تنه کوچنيان هم وژل شوي دي. او دغه اراز يې د دغو خلکو کورونه هم په بمونو نړولي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو او داخلي عسکرو له لوري نږدې هره ورځ د شپنيو چاپو او ړندو بمباريو په ترڅ کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
















