سهيل شاهين: د ټولو بهرنيوعسکرو د وتلو له توافق وروسته بين الافغاني مذاکرات پيليږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

قطر هيواد کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلې رسمي ټويټرپاڼې ليکلي، چې هر کله له، افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه لاسلیک شي، بین الافغاني مذاکرات به پيل کړو.

دغه راز ښاغلي شاهین ویلي چې له امریکايي سره يې خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم طالبانو څرګنده کړې وه، چې د افغانستان روان بحران دوه ابعاده لری: لومړی بهرنی او دوهم داخلي، کله چې له بهرني لوري سره يوې موافقې ته ورسيږو، له هغه وروسته له ټولو سياسيونو سره د افغانانو په حيث خبرې پيلوو.

مربوطه مطالب

Back to top button