سږکال اته کلن ماشوم د يوټوب له لارې ۲۶ ميليونه ډالر عوائد ترلاسه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ‘فوربز’ مجلې د راپور په اساس اته کلن ماشوم ” کاجي” په یوټیوب کې د نړۍ تر ټولو د ډیر عاید لرونکو کسانو د نوملړ په سر کې راغلی دی.

اته کلن ‘کاجي’ چې اصلي نوم یې راین ګیان دی، تیر کال هم په یوټیوب کې ۲۲ میلیونه ډالر عاید درلود.

دا دوم ځل دی چې د فوربز په مجلې کې د هغه نوم راځي او هغه په یوټیوب کې تر ټولو ډیر عاید لرونکی کس اعلانیږي.

د راین مور او پلار په کال ۲۰۱۵ کې پر یوټیوب باندې د راین نړۍ تر نوم لاندې یو چینل خلاص کړ چې په درې کلونو کې ۲۲.۹ میلیونه مینوال (سبسکرایبرز) ځان ته جلب کړل.

راین په یوټیوب باندې نانځکې او د لوبې نوي سامانونه خلکو ته ورپيژني چې ډیری وخت یې کتونکي کمکي ماشومان وي.

په لومړیو ورځو کې به د راین مور او پلار هغه ته د لوبو سامانونه اخیستل او د هغه دخوشحالۍ او دغو سامانونو کارولو ویډیوګانې به یې په یوټیوب چینل باندې ښودلې.

دا چې اوس د راین عمر هم په زیاتیدو دی، هغه په خپل چینل کې د زده کړې ځینې ویډیوګانې هم جوړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button