(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳۰، شنبه)
د اولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون غړی غلام فارق مجروح وايي، د مخابراتي محصولاتو “کريډټ کارتونو “ چک کولو سستم د ګډوډۍ له کبله د دغه محصول ميلياردونه افغانۍ ورکې شوي دي.
د غلام فاروق په وینا، د مخابراتي خدمتونو د تنظيم يا اترا اداې د معلوماتو له مخې، چې روان ۲۰۱۹م کال کې ۵.۲ميليارده افغانۍ د مخابراتي خدماتو له محصول څخه راټولې شوي چې کافي نه دي، او د دغه محصولاتو زياته اندازه پيسې حيف وميل شوي دي.
غلام فاروق زياتوي، د اولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون د پلټنو له مخې، دا مهال ۲۲ ميليونه سيم کارتونه په ټول هيواد کې ويشل شوي په خبره يې که له هره یوه سيم څخه روزانه یوه افغانۍ محصول جمع شي نو د کال ۸ ميليارده افغانۍ کېږي.
غلام فاروق مجروح وايي، چې یاد کمېسیون په دې اړه د مخابراتو وزارت مسؤولین استجواب کړي و ليکن د هغوی راپور د قناعت وړ نه و.


















