(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳۰، شنبه)
د امريکا د پخواني ولسمشر اوبا مرستيال جوبايډن وايي، چې ده د اوباما ادارې ته مشوره ورکړې وه چې افغانستان کې امریکايي عسکر زيات نه کړي.
د هيل ورځپاڼې د جوبايډن د ادارې دغه څرګندونې راخيستي چې وړمه ورځ يې په یوه تلويزيوني مناظره کې وويل، چې د اوباما اداره يې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له زياتولو منع کړې وه.
جوبايډن په یاده مناظره کې په افغانستان کې دولت جوړونه یوه تېروتنه بللې او دا يې یوه نه ترلاسه کېدونکې موخه یاده کړې وه.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د جوبايډن په حواله ليکلي، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ډيرول یوه تيروتنه وه او دوی بوهيدل چې په ډيرو عسکرو جګړه نه شي ګټل کيدای.
دغه راز انډپنډينټ ورځپاڼې بيا ليکلي، چې بایډن غواړي ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي او یواځې ځانګړي ځواکونه پاتې شي.
بايډن د امريکا په راتلوکو ۲۰۲۰م ولسمشريزو انتخاباتو کې د ديموکراتانو احتمالي کانديد دی.


















