(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳۰، شنبه)
د راپورونو له مخې، د ننګرهار او خوست څخه وروسته په غزني ولايت کې هم د کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز لګيدلی دی.
د غزني ولايت د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د کلدارو د مخنیوي په موخه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي.
چارواکي وايي، سر له نن شنبې چې د ليندۍ ۳۰ نيټې سره سمون خوري، چا په کلدارو راکړه ورکړه وکړه نو نغدي جريمه او قانوني چلند به ورسره وشي.
تر دې څو ورځې مخکې د خوست په دولتي دفترونو کې له مامورينو سره د کلدارو په لرلو جريمه وټاکل شوه او تيره اوونۍ به ننګرهار کې هم د کلدارو د مخنيوي په پار کمپاينونه وشول.
شنونکي په يادو ولايتونو کې د کلدارو پرضد مبارزه نمایشي او بې ګټي ګڼي ځکه په وينا يې تر دې مخکې هم د چارواکو له خوا ورته ډول کړنې ترسره شوي خو عملي شوي نه دي.
له یادو ولايتونو څخه راپورونه وايي، چې لا هم په ننګرهار، کنړ او خوست ولايتونو کې راکړه ورکړه پر کلدارو کېږي.


















