سه شنبه, اگست 9, 2022
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د ولسمشريزو ټاکنو پايلې د کمر پر غاړه؛ ممکن انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
دسمبر 23, 2019
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
7
ځلې شریک شوی
85
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: عبدالرحمن

د افغانستان د ولسمشرۍ د لانجمنو او درغليو ډکو ټاکنو لومړنۍ پايلې د درې مياشتني ځنډ وروسته پرون د مرغومي په لومړۍ د يکشنبې په ورځ اعلان شوې چې یو شمير ټاکنيز نوماندان وايي، هيڅکله به دغه پايلې ونه مني.

دا هم ولولئ

ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

حامد کرزی: اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني

د دغه انتخاباتو پايلې په تير وخت کې په ټاکنو کمېسيون کې د اختلافاتو، په رايو کې د درغليو- تقلب، د خلکو د کمرنګه ګډون، تخنیکي او نورو بيلابيلو ستونزو له کبله درې مياشتې ځنډول شوې وې، چې لا هم د درې لکه رايو پر سر جنجال پر خپل ځای پاتې دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړنيو پايلو کې اشرف غني د (۹۲۳۸۶۸) رايو په ترلاسه کولو چې ۵۰.۶۴ سلنه رايې برابرېږي ګټونکی اعلان کړ.

د دغه انتخاباتو بل کانديد د پخواني ګډ حکومت شريک باڼی ډاکټر عبدالله دی چې د ټاکنو کمېسيون د اعلان کړو لومړنيو پايلو پر بنسټ يې  اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲ جوړيږي.

د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته ځينو نوماندانو دغه پايلو ته غبرګون وښود او د نه منلو غږ يې پورته کړ.

د ثبات او همپالنې ټيم مشر او ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، دا پایلې به هيڅکله ونه مني، ځکه چې په وینا یې ناپاکې رایې پکې دي او د شکاياتو کمېسیون له لارې به خپل اعتراض وکړي.

هغه وويل، چې درغلي کوونکي نه شي کولای چې د ناپاکو رايو له لارې بيا واک تر لاسه کړي او ويې ويل چې په ټول ځواک به د خلکو د پاکو رايو دفاع وکړي.

په عين حال کې د ولسمشرۍ نورو نوماندانو هم د دغه ټاکنو د نه منلو ګواښ کړی چې رحمت الله نبيل او لطيف پدرام د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته وويل، چې د ټاکنو کمېسيون حقوقي چوکاټ ته په نه پاملرنې او په پلويتوب لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې هيڅکله ورته دغه پايلې د منلو نه دي.

‏د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د پايلو تر اعلان وروسته وويل، که هر نوماند د پايلو پر دغه اعلان اعتراض لري نو د ټاکنو شکاياتو کمېسيون سره دې تر دې ورځو ثبت کړي، چې د سرچينو په وينا یو شمير نوماندانو خپل ګڼ شکايتونه ثبت کړي دي.

پرون یکشنبه ناوخته په کابل کې دامریکا سفير هم د ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان ته محطاتانه څرګندونې کړي په خپله ټويټرپاڼه يې ليکلي، چې وروستيو پايلو اعلان ته ډيرو نورو ګامونو ته اړتيا ده.

د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان په داسې حال کې کيږي چې لا هم ګڼو نوماندانو شکایتونه لرل او په وينا يې د دوی دغو شکايتونو ته رسيدګي نه ده شوې او غوښتنې يې نه دي ځواب شوي.

د شنونکو په باور، دا چې د دغه پايلو په اعلان کې د اشرف غني ګټونکې کچه ډيره ټيټه ده چې ۵۰.۶۴ جوړيږي ښايي د شکاياتو کمېسيون د لومړنيو پايلو د اعلان، او تقلبي رايو په اړه شکايتونه جدي وڅيړي او دومره رايې باطلې اعلان کړي چې یو لوری يې هم ګټونکی نه شي چې انتخابات به دوهم پړاو ته ولاړ شي.

همدارنګه په انتخاباتو کې د خلکو د کم ګډون له کبله هم د یوه حکومت په رامنځته کيدو شکونه زيات دي.

افغانستان شاوخوا اته ديرش ميلونه نفوس لري چې په انتخاباتو کې ټولې رايې له دوو ميليونو کمې ، هغه هم له درغليو، تقلب، او تخنيکي ستونزې ډکې دي چې د ټاکنو د مشروعيت سوال هم تر پوښتنې لاندې نيول کيږي او ښايي دوهم پړاو ته د ولسمشرۍ ټاکنو د ورتلو لامل وګرځي.

مخکینې مطلب

ښځه د غربی متفکرینو له انده

بل مطلب

بغلان او ننګرهار کې شل عسکر طالبانو سره يوځای شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 9, 2022
خبرونه

د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
افغانستان

حامد کرزی: اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
خبرونه

ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
افغانستان

سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022

وروستي

ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 9, 2022
0

د نړولو خپل او جوړولو خپل خلک یي “د عثماني سلطان او یوه انجنیر کیسه”

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 9, 2022
0

د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
0

حامد کرزی: اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
0

ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

نشرونکی: احسان تکل
اگست 9, 2022
0

سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

د فلسطیني جهادیانو او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو

نشرونکی: احسان تکل
اگست 8, 2022
0

هغه ۳۵ ستر علماء چې زيات شمېر کتابونه يې په ميراث پريښي دي

نشرونکی: ح ف جلال
اگست 7, 2022
0

ډیر کتل شوي

  • خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

د نړولو خپل او جوړولو خپل خلک یي “د عثماني سلطان او یوه انجنیر کیسه”

د عمر خالد خراساني وژنه؛ ټي ټي پي وایي پاکستاني استخبارات پکې لاس لري

حامد کرزی: اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني

ټرمپ: ایف بي آی یې کور تلاشي کړی

سراج الدین حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

د اسلامي امارت زعیم کابل ښار کې پر سوال ټولولو د بندیز لګولو امر کړی

خوست کې افغان ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه نیولې

د فلسطیني جهادیانو او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com