د ټاکنو کمیسیون غړی مولانا عبدالله: لومړنۍ پایلې له قانوني سر غړونو ډکې وې

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته نن دمرغومي په دویمه د ټاکنوکمیسیون غړي مولانا عبدالله ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته په یو لیک کې له یاد کمیسیونه غوښتنه کړې ده چې په پوره بې طرفي ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
مولانا عبدالله په یاد لیک کې لیکلي، لومړنۍ پایلې له تشو او قانوني سرغړونو ډکې وې چې دی یې سخت مخالف دی او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید یادو تشو او سرغړونو ته جدي پاملرنه وکړي.
دا پایلې تیره ورځ له اوږدو کړکیچونو وروسته اعلان شوې چې د ګڼو نوماندانو غبرګونونه یې راوپارول، دوی کمیسیون د حاکم ټیم په ملاتړ تورن کړ، او دخپلو ګڼو پوښتنو دځواب غوښتنه یې ترې وکړه.



