
د افغانانو مشر بايد څوک وي؟؟
غورځنګ
افغانان چې په نړۍ کې په غيور ملت پېژندل کېږي او د نړۍ له زياترو ملتونو څخه ځانګړي او جلا دودونه او رواجونه لري، نو دغه شان يې د مشرۍ خوښونې ذوق او شوق هم له نورې نړۍ څخه جلا او ژور توپير لري، که څه هم نوره نړۍ اوس په خپلو حاکمو نظامونو خوښه ده او اوس هم تر ډيموکراټيکو نظامونو لاندې ژوند تېروي خو افغانستان بيا له دغې جمهوريت خوښوونکې نړۍ څخه بېل دی او پر خپل هېواد باندې هيڅکله هم جمهوري نظام نه خوښوي بلکې لومړی خو دا چې افغانان تقريباً په خپل هېواد کې ۹۹ فيصده خلک مسلمانان لري نو په دې اساس اسلامي نظام خوښوي او يا هم داسې نظام چې له اسلام سره اړوند نظام وي. یعنې مشران يې علماء کرام او يا هم له علماء کرامو سره مينه کوونکي وي. او د هېواد په داخلي او خارجي چارو کې ان په يوه وړه معامله کې هم د علماء کرامو رائيه غوره وبولي، ځکه چې علماء کرام د افغانۍ ټولنې رهبري په غاړه لري. په افغانستان کې علماء کرام ډېر رول لري نو په همدې اساس په دې هېواد کې خلک هغه مشر خوښوي چې يا هم عالم وي او يا هم له علماء کرامو سره مينه ولري.
همدارنګه لکه څنګه چې افغانان غيرتي خلک دي او په ټوله نړې کې غيور تاريخ لري او غيور ملت دی، نو پدې اساس دغه قوم خوښوي چې مشر يې هم د دې ملت اصلي نمائنده وي او ټوله نړۍ يې په غيرت قائله وي، د بېلګې په څېر احمدشاه ابدالي د دې قوم اصيل نمائنده ؤ.
يعنې افغان ملت د خپل ځان لپاره داسې مشر خوښوي چې باشهامته او د هېواد په سطحه يې هره باندنۍ او داخلي پرېکړه خپلواکه او له بلواکۍ څخه پاکه وي.
د افغانانو بله هغه ښېګڼه چې د خپل مشر لپاره يې خوښوي دا ده چې بې تشريفاتو شخص وي يعنې ځان له نورو افغانانو پورته ونه بولي بلکې ځان د افغانانو مشر وبولي، او هيڅ وخت هم خپل دربار د عامو افغانانو پر مخ ونه تړي بلکې هر وخت يې خپل دربار د عامو افغانانو پر مخ خلاص وي او افغانان هم په خلاص مټ خپلې ورځېنۍ ستونزې له دغه مشر سره شريکې کړي.
افغانستان چې تاريخونو د امپراطوريو هديره بللی، اوسېدونکي يې د خپل ځان لپاره داسې مشر خوښوي چې د بل چا تر تسلط او غلامۍ لاندې نه وي بلکې خپلواک او ازاد وي، او په افغاني ټولنه کې راولی شوی وي او يا هم د خپلې ټولنې په ټولو ستونزو او د ستونزو په تداوۍ اګاه او خبر وي او د ملت ټولې ستونزې ورته معلومې وي. داسې نه وي چې د بل په امر واک ته رسېدلی وي او يا هم د افغانانو له ګټو څخه ورته د استعمار ګټې مهمې او اهميت لرونکې وي.
دغه شان افغانان د پرديو دودونه او دستورونه نه خوښوي نو په دې اساس د دوی مشر هم بايد په افغاني لباس سمبال وي او افغاني فرهنګ ته کار وکړي. نه داچې د پرديو فرهنګ ته کار کوي او غواړي چې د کفري يا غربي ټولنې فرهنګ په افغانستان کې دود کړي چې بيا داسې مشر په افغاني خاوره کې له سختو ننګونو سره مخ کېږې چې غوره تاریخي مثال يې امان الله خان دی، چې په افغانستان کې د انګرېزانو د فرهنګ دود کول غوښتل نو بالاخره د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ او له ناکامۍ وروسته اروپا ته وتښتېده.
مګر د افغانستان اوسنی ولسمشر که له پورتنيو دودونو او د افغانانو دخوښې له معيارونو سره وتلل شي نو ډېر شيان پکې يا بيخي نه شته او يا هم پکې ډېر لږ ليدل کېږي.
تر ټولو لومړی خو دا چې د امریکا له لوري د رامنځته شوې ادارې مشر دی او په هر صورت به د امريکا ګټې په نظر کې نيسي او د خپل ملت له ګټو به خامخا دامریکا ګټې محترمې بولي نو په دې اساس اوس افغانان چندان ورسره علاقه نه لري. ځکه يې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون په صفري حالت کې ؤ.



