خپلواکي ولې تر اوربنده مهمه ده؟!

ليکوال: م. جميل باور

نژدې دوه لسيزې وشوې چې د افغانستان پاکه خاوره عملاً د امريکا تر اشغال لاندې ده، ملکي او پوځي ادارې، ځمکه او فضا ، بهرنی سياست او نور ټول امور د دوی تر ولکې لاندې دي؛ خو د دې له پاره چې د ساده زړو هيوادوالو او نړۍ په سترګو کې خاورې وشيندي او خپل ناروا اشغال ته د خټو پوزه جوړه کړي، له يو څو ايمان پلورونکو افغانانو څخه يې يو داسې تش په نامه، بې واکه او بې کفايته حکومت جوړ کړی، چې هيڅ راز ديني او ملي ارزښتونه او ګټې ورته لومړيتوب نه لري، بلکې هر ډول اجرآت او پرېکړې د سپېڼې ماڼۍ په خوښه او لارښوونه کوي.

خو د افغانستان مسلمان، غيور، ازادي غوښتونکی او ژوندی ملت هيڅکله دا نشي زغملی چې هيواد دې يې اشغال وي، ‎ بېګانه، وحشي او کافرې لښکرې دې د دوی پر کورونو او ناموسونو تېری کوی او برخليک دې يې نور ټاکي. د ملت مطلق اکثريت وګړي د اشغال مخالف دي او پر وړاندې يې په يو نه يو ډول خپل غږ پورته کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د افغان ملت رښتينی استازی دی، د ټول غيور ملت ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو د هيلو او ارمانونو ممثل دی، له نږدې دوه لسيزو راهيسې د هيواد د ازادۍ او خپلواکۍ له پاره د اشغال پر وړاندې بې سارې مبارزه کړې ده، د خپلواکۍ د بېرته اخيستو په لاره کې يې هيڅ راز هڅې نه دي درېغ کړي، د دې ستر هدف د تحقق لپاره يې د وسلوالې مبارزې تر څنګ سياسي هلې ځلې هم کړي دي او لاهم خپل سپېڅلي هدف ته ژمن دي.

څو ورځې وړاندې د کابل بې واکه او بې کفايته ادارې اسلامي امارت سره د سولې د خبرو لپاره خپل شرط اعلان کړ، چې اسلامي امارت دې يو ځل د يوې مياشتې اوربند اعلان وکړي، بيا ورسره دوی خبرو ته تيار دي. ياده اداره، چې تل يې د افغانستان د اشغال لپاره زمينه سازي کړې ده ، جګړې ته يې لومړيتوب ورکړی، د سولې او ازادۍ لپاره په راټوکېدلو هيلو او ارمانونو يې خاورې اړولي او په سلګونو بې ګناه افغانان يې شهيدان کړي، په دې ډول خبرو سره هڅه کوي، چې ملت ته ځان سوله غوښتونکی وښيي او د ځوريدلي ملت پام له اصلي قضيې ( د اشغال پای ته رسېدلو) څخه د يو لنډ مهالي او بې ګټې اوربند لورته واړوي.

اسلامي امارت، چې د هيواد خپلواکي او ملي ګټې ورته تر هرڅه لومړيتوب لري، په ډېر صراحت سره ويلي دي، چې تر هغو به خپلو پوځي او سياسي هڅو ته دوام ورکوي، چې اشغال ته يې د پای ټکی نه وي ايښی. ملت بايد دا درک کړي، چې هيواد کې ټولې روانې غميزې او نادودې د اشغال زېږنده دي، او د اشغال تر پای ته رسېدو او د خپلواکۍ تر بېرته اعادې پورې به همدا حالت وي، هيڅکله يو لنډ مهالی اوربند افغان ملت ته سوله او ټيکاو نشي راوستلی، بلکې برعکس اشغال ته مشروعيت او د پښو ټينګدو فرصت برابروي.

د افغانستان اسلامي امارت تر بل هرچا زيات د ملت په تکليف او ځور ځوريږي، او هيڅکله يې په ګران هيواد او مظلوم ملت د تحمیل شوې جګړې کرغيړنې لمبې پېرزو نه دي؛ خو افغان ملت مجبور دی، چې د اوږدمهالې جګړې د مخنيوي لپاره او د هيواد دازادۍ په خاطر مؤقته او سپېڅلې مبارزه وکړي. اسلامي امارت د دې ستر او سپېڅلي هدف د تحقق لپاره د نظامي هڅو سربيره په پراخه کچه سياسي هڅې هم کوي، چې پرمختګونه او لاسته راوړنې هم لري.

اسلامي امارت د سياسي ډيالوګ له لارې د افغان بحران د حل لپاره واضحه او څرګنده تګلاره لري، چې اوس يې د نړۍ او په ځانګړې توګه د سيمه ييزو هيوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی، د اسې چې لومړی دې د قضيې بهرنی اړخ حل شي او له هغوی سره دې د افغانستان د اشغال د پای ته رسېدو پرسر يوې د اعتماد وړ موافقې ته ورسيږي، له هغه وروسته د راتلونکي باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړېدو لپاره د کابل رژيم له چارواکو او ټولو افغان سياسيونو سره د افغانانو په حيث خبرو ته تيار دي، د يو انحصاري حکومت غوښتونکي نه دي ، د موجوده نظام د هغو بنسټونو او ادارو له منځه وړل نه غواړي، چې له ديني ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي، بلکې د خبرو له لارې پکې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

که له تعصب او تنګ نظرۍ پرته، د اسلامي او ملي ارزښتونو له زاويې دې ليدلوري او طرحې ته وکتل شي، نو په يقيني ډول د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو ناخوالو د پای ته رسولو لپاره او د يو باثباته او پرمختللي افغانستان جوړېدو لپاره رښتينې او واقعي طرحه ده. د ټول افغان ملت او په ځانګړي ډول سياسيونو دنده ده، چې له دې واقعې طرحې څخه ملاتړ وکړي، په ګډه يو ازاد، خپلواک او پرمختللی افغانستان جوړ کړي او نور مو مظلوم او ځورېدلي اولس ته خپل هيواد کې د خوندي او باعزته ژوند زمينه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button