کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
په امریکا کې د وسله والو بريدونو د ثبت او څيړنې مرکز د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هيواد کې د بيلابيلو پيښو په ترڅ کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان شوي.
د یاد بنسټ لخوا په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښې د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې رامنځته شوې دي.
خبرپاڼه زياتوی چې په “اریزونا” ایالت کې د یوې وسله والې نښتې په مهال د یو غله په ګډون درې، تګزاس ايالت کې په یوه کور کې د نښتې په مهال درې او دغه راز په نورو ښارونو کې د بیلابیلو وسله والو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شلو ته رسېدلی دی.
راپور کې راغلي، چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې له دوی سره د ثبت شویو وسله والو نښتو وروستۍ شمېرې ښیي چې په دې هېواد کې ۱۲۳ وسله والې نښتې شوې دي او له امله یې شل کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.
د يادونې وړ ده چې د یادې ادارې راپور کې دا هم ويل شوي چې په امريکا کې دا ډول پېښې ډېرې کېږي؛ خو ډير وخت رسنۍ پرې چوپه خوله پاتې کيږي.
















