نظر پوښتنه: ۵۱ سلنه امریکایانو د ټرمپ له کړنو نارضایتي څرګنده کړې

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۳ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

هریس ایکس په نامه بنسټ او هیل نشریې د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې خبر ورکړی چې شاوخوا ۵۱ سلنه امریکایانو د ټرمپ له کړنو نارضایتي څرګنده کړې ده او هغه یې یو بې پروا شخص یاد کړی دی.

نظر پوښتنه کې ثابته شوې چې ټرمپ له ډېری جدي موضوعاتو سره سطحي برخورد کوي او دا چاره د دې باعث شوې ده چې د نړۍ په کچه د امریکا موقف زیانمن شي.

دا نظرپوښتنه د ټرمپ د استیضاح په اړه تر رایګیري مخکې شوې ده، او دا نظر پوښتنه د ځینې ناظرینو لخوا ارزول شوې او په حقیقت بناء بلل شوې ده.

ټرمپ له دې امله د نانسي پلوسي په مشرۍ د ډیموکراټانو تر فشار لاندې دی چې ګوندي له واکه یې ناوړه ګټه اخیستې ده خو نوموړی بیا ځان بې ګناه بولي او ډیموکراټان د ډیموکراسۍ پر ضد په جګړې تورنوي.

دا نظر پوښتنه وروسته ترهغه شوې ده چې تیره میاشت نوموړی د یوشمېر امریکایانو لخوا په یوه غونډه کې مسخره شو چې د نوموړي کلک غبرګون یې را وپاراوه او توهین کونکي یې دمشخص ګوند پلویان وبلل.

مربوطه مطالب

Back to top button