غزني: ترافيکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د راپورونو له مخې نن مازدیګر د کابل_کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت د ‘آب بند’ ولسوالۍ اړوند د یوه سراچه ډوله موټر او د ګازو د یوه ټانکر ترمنځ ټکر کې۱۲ تنه وژل شوي دي.

د غزني ولایتي چارواکو پېښه تائيد کړې او رسنیو ته یې ویلي،چې د دوی مالومات ښیي پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲تنه( ۵ سړي، ۳ ښځې او ۴ ماشومان) وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان د ټرافیکي قوانينو نه مراعات او د سړکونو خراب کيفیت د دې لامل دی، چې ډېر وخت دا ډول زړه بوږنوکې پېښې رامنځ ته کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button