امرالله صالح: شکایاتو کمیسیون سره مو ۶ زره شکایتونه ثبت کړي
کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۴ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، دوی تر اوسه پورې د شکایتونو کمیسیون سره تر ۶ زره ډېر شکایات ثبت کړي دي.
د هغه په خبره، دوی د ننګرهار د خلکو د نهه زره رایو د برخلیک تر معلومولو پورې د یاد ولایت د رایو لومړنۍ پایلې نه مني او په دې اړه وضاحت غواړي.
صالح چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، یو شمېر هغه نوماندان چې پر ټاکنو باور نلري د ملي مشارکت تر عنوان لاندې حکومت جوړولو وړاندیزونه کوي.
هغه زیاته کړې، دا هغه څه دي چې د هېواد دښمنان یې غواړي او په خبره یې افغانان به هیچا ته د دې ناکامې تجربې د اعادې اجازه ورنکړي.
ټاکنو کمیسیون یوه اونۍ وړاندې د تیرو اولسمشریزو تاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې د ګڼو نوماندانو د غبرګونونو سبب شوې او دا کمیسیون یې دغني په ملاتړ تورن کړ.



