کله چې د خلق او پرچم ګوند په ۱۳۵۷ هجري شمسي کال د ثور د پسرلنۍ مياشتې پر اوومه نېټه د داود خان په جمهوریت يوه خونړۍ کودتاه وکړه چې په ترڅ کې يې د ارګ د واکمن سردار داود خان په شمول د ده ټوله کورنۍ چې شمېر يې لسګونو ته رسېده؛ تر خاورو لاندې کړل او ان تر دې چې مړي يې هم ورک شول او دا يې د خپل مشر مير اکبر خيبر د وژل کېدو انتقام او غچ وباله او همدارنګه يې خپل بری وباله او وې ويل چې ډيموکراټيک جمهوريت يې له منځه وېووړ او پر ځای يې د خلق ډيموکراټيک جمهوريت حاکم کړل.
خو په حقيقت کې دا د روسانو د داخلي لاسپوڅو کارونه نه وو بلکې د پردو تر شاه د کې جي بي د هغو جنرالانو او استخباراتي لوړپوړو چارواکو د پټو پلانونو تعميل ؤ چې لا هغه وخت يې د افغانانو لپاره تيار کړی ؤ کله چې داوود خان پر ظاهرخان کودتاه وکړه او شاهي نظام يې په جمهوريت بدل کړ، بيا يې چې کله د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره اروپايان راوغوښتل، نو په دې وخت کې چې روسيه او اروپا په خپلو کې په سړه جګړه بوخت وو؛ نو ځکه افغانستان ته د اروپايانو راتګ پر روسانو بد ولګېده او غوښتل يې چې افغانستان ته روسي کان استخراجوونکي راشي خو دا چې داوود خان نه غوښتل چې روسان راشي نو په دې اساس برژنف له داوود خان څخه وغوښتل چې په روسيه کې ملاقات ته ورشي.
داوودخان ورغی او ملاقات يې ورسره وکړ، د ملاقات په ترڅ کې د برژنف له لوري داود خان ته وويل شول چې د افغانستان شمالي ولايتونو ته اروپايي کان استخراجوونکي روسيه نشي زغملی، نو روسيه له داود خان څخه غواړي چې اروپايان رخصت کړي او روسان وروغواړي. چې د برژنف دا خبره پر داودخان سخته بده ولګېده نو په دې اساس يې په ملاقات کې پر برژنف غوسه وکړه.
نو بالاخره روسان پر داودخان بدګومانه شول او په خلاف يې کې جي بي ته دنده وسپارل شوه چې خپلو افغاني غلامانو ته د داود خان پر خلاف د تخريب کارۍ دنده وسپاري.
کې جي بي هم په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې بلاخره يې پر داودخان باندې په د ثور د اوومې کودتاه وکړه او په ترڅ کې يې د بوت په څېر يو وحشي انسان چې ترکی نومېده؛ واک ته ورساوه، له ترکي وروسته حفيظ امين واکمن شو، خو حفيظ امين د روسانو د غلامۍ په خلاف د امریکايانو غلامۍ ته ډېره ترجېح ورکوله نو ځکه خو د روسانو د پټ پلان پواسطه ووژل شو او پر ځای يې ببرک کارمل، هغه څېره چې د افغانستان سلګونه زره وګړي يې يا ژوندي تر خاورو لاندې کړل او يا يې هم په ډېر وحشت سره ووژل؛ واک ته ورساوه.
د حفيظ امين د واکمنۍ په اخره ورځ په ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د جدي د مياشتې په شپږمه نېټه د امو له سيند څخه روسي سلګونه الوتکې په ډېر غرور او کبر سره راواوښتې او پر افغانستان يې يرغل وکړ، چې په ترڅ کې يې ميليونونه افغانان يا هم ووژل شول او يا هم نورو ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شول.
يعنې د جدي شپږمه ورځ د کې جي بي د هغه ارمان ورځ وه چې د خپلو افغاني غلامانو په ذهن کې يې دا وراچولی وو چې تاسو زمونږ نظامي مداخلې ته زمينه سازي وکړئ! تر څو مونږ يرغل وکړو او مغرور افغانان ووژنو!
نو ځکه وايو چې د جدي شپږمه د روسانو د نظامي مداخلې ورځ وه.
له دې وروسته نو د روسې استخباراتي ادارې کې جي بي د افغانستان په داخل کې هغه لوبې پيل کړې چې په نړۍ کې بلکل ساری نه لري. او د خپلو غلامانو په مټ يې هر دول لوټ، تالان او چور او چپاول پيل کړ، د افغانانو نواميس يې سپک کړل او دلته يې خپل هغه غلامان حاکمان کړل چې په وحشت کې تر دوی ډېر وړاندې وو.


















