کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
ولسمشريزو ټاکنو کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار د رڼو ټاکنو او سولې پر وړاندې اوسنى حکومت لوى خنډ وباله او يو ځل بيا يې د لنډمهاله حکومت په رامنځته کيدو ټینګار وکړ.
نن پنجشنبه(ډسمبر۲۶مه) په کابل کې يوې ناستې ته په خپله وينا کې وويل، چې د رڼو ټاکنو او سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ اوسنی حکومت او بهرنيان دي او دا ضروري ده، چې لنډمهاله حکومت رامنځته شي.
دغه ناسته چې د نوماندانو شورا له لوري رابلل شوې وه، د ثبات او همپالنې ټيم مشر عبدالله عبدالله، کريم خليلي او نور سياستوال او جهادي مشران هم موجود وو، ګلبدين حکمتيار په خپلو خبرو کې وويل، چې هر څوک د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، هغوى ملي خاينان دي.
ښاغلي حکمتيار دغه راز په ټاکنو کمېسيون هم تور پورې کړ، چې د يوه ځانګړي ټيم لپاره کار کوي او وې ويل چې د هغه رايې يې له ٧٠٠ زره څخه ٧٠ زره ته راکمې کړې دي.
ښاغلي حکمتيار پر بهرنيانو هم انتقادونه وکړل، د نوموړي په خبره بهرنيانو په افغانستان کې له جګړې هېڅ نه دي ترلاسه کړي، نو زه له دوى غواړم چې افغانان دې خپل برخليک ټاکلو ته پرېږدي.
هغه وويل چې د بهرنيانو په شتون کې د سولې راتلل ناممکنه ده، نو ټول بايد د دې لپاره کار وکړو چې بهرنيان له افغانستان څخه وباسو.
د يادونې وړ ده، چې له حکمتيار پرته ځينې نورو سياسي او جهادي مشرانو هم په افغانستان کې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د بهرنيو ځواکونو شتون يادوي.


















