کابل ټکی کام (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
نن جمعه( د جدې/مرغومې۶مه) پر افغانستان د شوري اتحاد د يرغل ۴۰ کلونه پوره شول، طالبانو په همدې مناسبت يوه اعلاميه خپره کړې ده.
اعلاميه کې د شوري يرغل د غندلو ترڅنګ د افغان مجاهدينو قریانۍ او سرښندنې ستايل شوي او دغه راز امريکا او متحدينو ته يې خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان کې تل د وحشت تجربې ناکامې شوي دي.
اعلاميه زياتوي: “د شوروي یرغل د پیل د ورځې په مناسبت باید اوسنیو اشغالګرو ( امریکایانو) او د هغوی ګوډاګیانو ته دا خبره وریاده کړو، چې تاسو چې د وحشت او دهشت کومې تجربې کوئ، کلي ورانوئ، کورونه سوځوئ، ماشومان او ښځې قتلوئ، زندانونه په مؤمنانو ډکوئ او د چنګیز، انګریز او شوروي خونریز د وحشتونو نمونې تکراروئ، باید په دې پوه شئ چې د وحشت دغه تجربې دلته همیشه ناکامې او خنثی ثابتې شوې دي.”
اعلاميه کې طالبانو له امريکا څخه غوښتي چې له تېرو تجربو څخه عبرت واخلي، د افغانستان اشغال پای ته ورسوي او افغانان پرېږدي، چې خپل هيواد کې له خپلو ارزښتونو سره سم ارام ژوند وکړي.


















