ملا برادر د (DP World) کمپنۍ له مرستیال اجرائيه رئیس سره په افغانستان کې د سوداګريزو بندرونو پر جوړولو خبرې کړي

کابل ټکی کام(پنج شنبه، ۲۹ثور، ۱۴۰۱ل)

‏د راپورنو له مخې، د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي په دوبۍ کې د (DP World) څو مليتي لوجستيکي کمپنۍ له مرستیال اجرائيه رئیس محمد المعلم سره کتلي دي.

راپور زياتوي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړیکو پر پراخولو او په افغانستان کې د سوداګريزو بندرونو پر جوړولو خبرې شوي دي.

د دغه بندرونو ‏په فعالېدو سره به د افغانستان تولیدات نورو هېوادونو ته په اسانۍ سره انتقال او بهرني مارکېټ ته به لاره پيدا کړلای شي.

په ياده ناسته کې د دواړو لورو لخوا توافق شوی چې د ذکر شويو موضوعاتو د تعقیب لپاره به یوه ګډه کمېټه جوړه او ژر به يې عملي چارې پيل کړي.

ملا عبدالغني برادر له تېرو څو ورځو راهیسې په ابوظبي کې دی چې په دې ترڅ کې يې له بېلابېلو افغان او بهرنيو پانګوالو سره ليدنې کتنې کړي او هغوی يې رابللي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button