دايکندي: ترافيکي پېښه کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام(جمعه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د یو شمېر کورنیو رسنیو د راپور له مخې دایکندي ولایت کې د ترافیکي پیښې له امله د ښځو په شمول لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياده پېښه پرون د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو فلنګکوچ ډوله موټره له سړکه ووت او چپه شو.
ځايي چارواکي وايي، په پېښه کې درې ښځې مړې شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور پکې ټپیان دي.
افغانستان کې وخت ناوخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې لوي لامل يې د سړکونو خرابوالی او د موټرچلونکو بې احتياطي بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button