هند کې د مسلمانانو لاریونونه؛ د پولیسو په ډزو ۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي
کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
له هند ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د لومړي وزیر “نرېندرا مودي” په مشرۍ د واکمن بي جي پي ګوند د دوه لوړ پوړو چارواکو لخوا د اسلام د پیغمبر او د بشریت د ستر لارښود “حضرت محمد صلی الله علیه وسلم” په اړه د پارونکو څرګندونو پر ضد د مسلمانانو لاریونونه پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې د هندوستان په رانچي ښار کې په مسلمانو لاریونوالو امنیتي ځواکونو ډزې کړې چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د هند په ګڼو ایالتونو کې مسلمانو سیاستوالو او دیني عالمانو پر خلکو او سوداګرو غږ کړی، چې خپل دوکانونه وتړي او په روانو لاریونونو کې برخه واخلي.
باید وویل شي چې د هندي چارواکو لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي ذات په اړه د سپکاوي په غبرګون کې په ټوله اسلامي نړۍ کې لاریونونه شوي او د افغانستان، پاکستان، ترکیې، بنګله دیش، عراق، سعودي، قطر، اماراتو په ګډون د ګڼو اسلامي هیوادونو مشرانو د هندي چارواکو پارونکې څرګندونې غندلې او د بیا تکرار په اړه یې خبرداری ورکړی دی.



