اوکرایین جګړه؛ تر خونړیو جګړو وروسته “سیورودونیڅک” مهم ښار د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

راپورونه وایي، چې تر اونیو سختو او خونړیو جګړو وروسته د اوکراین په ختیځ کې مهم او ستراتيژیک “سیورودونیڅک” ښار د روسي ځواکونو ته لوېدلی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت اړوند یوې سرچینې “العربیه” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې اوکرایني ځواکونو ته امر شوی دی، چې د نورې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دی له یاد ښار څخه وباسي او خپلو نویو مورچو ته دی لاړشي.

په ورته مهال د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اوکراین په ختیځ کې د ځواکونو پرمختګ دوام لري او د لوهانسک ښار ته څېرمه “لسچېنسک” ښار هم په بشپړه توګه د روس ځواکونو لاس ته لاس ته لوېدلی دی.

د اوکراین په ختیځ کې لوهانسک سیمه چې تر ډېره په کې د روسي ژبې ویوونکي ژوند کوي د ولسمشر پوتین لپاره لومړیتوب لري او بیا، بیا یې ژمنه کړې ده؛ چې دغه سیمه به د اوکراین له اشغال څخه ازادوي.

باید وویل شي چې د “سیورودونیڅک” ښار تر نیولو وروسته به ېر ژر د اوکراین د ختیځ لوهانسک ایالت ټولې سیمې د روسيې تر کنترول لاندې راشي.

مربوطه مطالب

Back to top button