‏کورنیو چارو وزارت: په هند کې روزل شوي افغان نظامیان دې هېواد ته ستانهٔ شي په دندو يې ګمارو

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هند کې روزل شوي افغان نظامیان دې هېواد ته راستانهٔ شي د خپل مسلک مطابق يې په دندو ګمارو.
د کورنيو چارو وزارت، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کادري شتمني بللې ده.
د ا.ا د کورنیو چارو وزارت تیار دی یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق په دندو وګوماري؛ هیله ده «دوی» هېواد ته ستانهٔ شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون پنجشنبه د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې یې خپل سفارت بیا پرانیستی دی.
دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له افغانستان سره تاریخي تمدني اړیکې لري او د دې لپاره چې ځینې مسایلو په اړه له نیږدې همغږي وکړي او له افغانانو سره تعامل ته دوام ورکړي کابل ته یې یو تخنیکي ټیم لیږلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button