د اروپايي پارلمان غړی: امريکا او ناټو د افغانستان زېربناوې لوټ او بشر حقونه نقض کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د اروپايي پارلمان يوه غړي ويلي، چې امريکا او ناټو د افغانستان زېربناوې لوټ او په دغه هېواد کې يې بشري حقونه نقض کړي دي.

د اروپايي پارلمان غړی مېک والاس دغه وينا د پارلمان يوې غونډې ته کړې او زياته کړې ده، چې امريکا او ناټو د افغانستان زېربناوې نابودې کړې، په تېرو شلو کلونو کې يې په پرله پسې توګه په دغه هېواد کې د بشر حقونه نقض کړل.
ميک والاس زياته کړې، لويديځ يوازې پر دې بسنه نه ده کړې بلکې اوس غواړي چې د لوږې له امله يې تر مرګه ورسوي.
د والاس په خبره، امريکا هره ورځ د افغانستان په نابودۍ ۳۰۰ ميليونه ډالر لګول او اوس هم له بېلابېلو لارو فشارونه اچوي تر څو افغانان له لوږې سره مخ کړي.
د اروپايي پارلمان دغه غړی وايي، د خوړو نړيوال پروګرام له لوږې سره مخ افغانانو ته د خوړو د برابرولو لپاره يوازې دريېمه برخه امکانات لري په داسې حال کې چې امريکا او اروپا اماده نه دي چې نور امکانات ورته برابر کړي، خو مخکې يې په جګړو ميلياردونه ډالر لګول.

مربوطه مطالب

Back to top button