ایران: امریکا په افغانستان کې د مذهبي جګړې د پیلولو په لټه کې ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

ایران وایي امریکا په افغانستان کې د قومي او مذهبې جګړې پیلولو په لټه کې ده.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي “حسن کاظمي قمي” پر خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د سرپل ولایت په بلخاب کې روانه جګړه د امریکا دسیسه ده.

د نوموړي په خبره امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د مذهبي او قومي جګړې لپاره مقدماتي اقدامات ترسره کړي او په دغه هېواد کې نفاق ته لمن ووهي.

قمي زیاته کړې چې په بلخاب کې روانې جګړې د هېچا په ګټه نه دي نو ددې اړتیا ده چې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د ویلوده چې له څو اونیو راهیسې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د “مولوي مهدي” په نامه د یوه هزاره توکمي طالب قومندان له مرکزي حکومت سرغړونه پيل کړې ده، چې افغان چارواکو لومړی د  خبرو له لارې د ستونزې د حل هڅې وکړې خو کومه پایله یې نه لرله، چې وروسته یې هلته نظامي عملیات پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button