کابل کې د علماوو ستره غونډه؛ اسلامي امارت تایید کړه چې غونډه سبا ته ځنډېدلې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا “عبدالسلام حنفي” ویلي چې په کابل کې د علماوو د سترې غونډې لپاره چمتووالی پای ته رسېدلی دی خو د یو شمېر ولایتونو څخه د علماوو د پر وخت نه رسېدو له امله دغه غونډه له نن چهارشنبې څخه سبا ورځې ته ځنډېدلې ده.

حنفي ټینګار کړی دی چې دا غونډه به سبا پیل شي او د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه به پکې ۳۰۰۰ دیني عالمان او قومي مخور ګډون وکړي. ټاکل شوې وه، چې کابل کې د دیني علماوو لویه غونډه نن چهارشنبه د چنګاښ په ۸ مه نېټه پیل شي، خو اوس دا ناسته سبا ورځې ته ځنډېدلې ده.

 

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار اسلامي امارت ته یوې نږدې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تایید کړې وه، چې دغه غونډه تر سبا ځنډېدلې ده؛ خو د لامل په هکله یې څه نه و ویلي.

باید وویل شي چې تر اوسه د دې سترې غونډې د اجنډا په تړاو معلومات نه دي رسنیز شوي؛ خو اټکل کېږي چې موخه به یې پر داخلي مشروعیت سلا مشورې او له اوسنیو ستونزو څخه د افغانستان پر را ایستل کېدلو باندې خبرې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button