کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دغه هېواد کابینې د افغانانو د ویزو ورکړه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه نوې کړنلاره تصویب کړې ده.
ښاغلي شریف زیاته کړې ده چې د ویزو ورکړې بهیر کې دا تغیرات یې د ویزو برخه کې د اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د نږدېوالي په موخه راوستي دي.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې دوی به د وېزو د ورکړې بهیر اسانه کړي څو وکولی شي له یوه اړخه افغانانو سره مرسته وکړي او له بله اړخه له مرکزي اسیا څخه د پانګوونې او تجارت د جذب لپاره کار وکړای شي.
باید وویل شي چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاوو په تړاو د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې د نوې پریکړې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې له دې وروسته هر هغه څوک چې غواړي پاکستان ته لاړ شي باید د یو تن پاکستاني وګړي دعوتنامه له ځانه سره ولري

















