کولمبیا: زندان کې شخړو او اورلګېدنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

له کولمبیا ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هیواد د سویل لوېدیځ د “والې کاوکا” سیمې په یوه زندان کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ د نښتې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۴۹ بندیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د زندان چارواکي وایي، چې دا اور پخپله بندیانو لګولی و چې د ساتونکو مخه پرې ونیسي؛ خو په خبره یې خپله بندیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وایي چې اور یې کنټرول کړی او یو بندي هم نه دی تښتېدلی.

خو یو بندي رویټرز ته ویلي، چې اورلګېدنه د زندان په هغه بلاک کې رامنځته شوی، چې ۱۸۰ بندیان پکې ساتل کېدل. نوموړی ادعا کوي چې اور دوی نه بلکې پوځیانو لګولی دی.

باید وویل شي چې کولمبیا یو د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې د بشري حقونو د څار سازمانونه یې بندیانو سره په ناوړه چلند تورنوي، د راپورونو له مخې د دغه هیواد په ټولو ۱۳۲ زندانونو کې ۱۱۲ زره بندیان ساتل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button